افغانستانخبرونه

په بادام ‌باغ کې د کرنيزو محصولاتو ۲۸م نندارتون پرانيستل شو

د افغانستان د کرنيزو محصولاتو اته ويشتم نندارتون او د بزګرمېله پرون د کابل د بادام باغ په څېړنيز فارم کې پرانيستل شول.د نندارتون په پرانيستغونډه کې د اسلامي امارت يو شمېر چارواکو، بزګرانو، بڼوالانو، صنعتکارانو، سوداګرو او د کابل يوشمېر ښاريانو حضور درلود او خبرې يې وکړې.د نندارتو په پيل غونډه کې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير مولوي عطاءالله عمري په افغانستان کې پر پراخو امکاناتو خبرې وکړې او زياته يې کړه: ((افغانستان هغه هېواد دی، چې په ټوله خاوره کې يې ډېرې اوبه او حاصلخېزې ځمکې لري، اړتيا ده، چې کار پرې وشي او له دغو پانګو اعظمي ګټه پورته شي.))ښاغلي عمري زياته کړه: ((دکرنې په برخه کې کار کول ډېرې ګټې لري، د هوا پاکوالی، د چاپېريال ښکلا او زرغونتيا، د کار زمينې برابرول، د عوايدو زياتوال او د هېواد د اقتصادي ودې لامل کېږي. له ټولو خلکو او پانګه والو غواړم، چې ځان بسياينې ته د هېوا د رسېدنې په پار دې له اسلامي امارت او کرنې سکټور سره همکاري او مرستې وکړي او په دې برخه کې دې کار وکړي، که محاسبه وکړو، له هرې ونې او بوټو حيوانات، انسانان او چاپېريال برخمنېږي، که هرڅوک په دې برخه کې پانګونه وکړي، ګټه يې هم دوی او هم خلکو ته رسېږي، دغه راز جاريه صدقه ده، دکرنې وزارت خلکو ته ټولې اسانتياوې برابروي، اړتيا ده، چې تاسو کار وکړئ.)) دکرنې وزير د خپلو خبرو په يوه برخه کې د روان کال د يوکلن فعاليتونو په هکله خبرې وکړې: ((د تېر يوه کال په ترڅ کې مو وکولای شول، چې د کرنې د پراختيا او د هېوا د بومي پانګو ساتنې په پار غوره فعاليتونه ترسره کړو، سالم مديريت، د کانالونو جوړول، د ځنګلونو ساتنه او خونديتوب، پر بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کيمياوي سرې وېشل، د بڼونو جوړول، خلکو ته ځمکې په اجاره ورکول، د ميليونونو جريبه دولتي ځمکو د غصب مخنيوی او له غصبه بېرته راګرځول، زرګونو بزګرانو ته پوهاوی ورکول، تر ګواښ لاندې ميليونونو څارويو ته واکسينونه ورکول او درملنه يې، د ونو او کروندو د ناروغيو مخنيوی، د بڼوالۍ او کرنيزو محصولاتو ميليونونه ټنه محصولاتو صادرول د روان کال له لويو فعاليتونو وو، تاسو پوهېږئ، چې پخوا دکرنې، د کرنيزو او ځنګلونو پانګو لوټولو او د ځمکې غصب په برخه کې ډېرو ستونزو شتون درلود، هر څوک د خپل توان ترکچې په دغو پانګو کې لاسوهنه کړې ، خو اسلامي امارت توانېدلی، چې دغو ستونزو ته د پای ټکی کېږدي او له پانګو ساتنه وکړي، بل پيغام دادی، چې پردې مو هېواد نه راجوړوي، بايد موږ يې په خپله جوړو کړو، اړتيا ده چې کار وکړو اسلامي امارت پراخ پلانونه لري، ترڅو راتلونکی کال د بزګرانو کرنيزو محصولاتو بازار موندنې، د پانګولو او سوداګرو هڅونې او ترغيب په پار د نندارتون چارې لا پراخې کړي، د هغه ورځ په هيله، چې له بېوزلۍ او اوسني وضعيته خلاص شو.))
ورپسې دکرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستيال مولوي صدراعظم عثماني خبرې وکړې او ياد نندارتون يې د بزګرانو، خلکو او سوداګرو ترمنځ د ښو اړيکو ټينګولو او مفاهمې لپاره غوره فرصت وباله: ((دا نندارتون د دې ترڅنګ چې خلکو ته کورني محصولات معرفي کوي او محصولاتو لپاره بازارموندنه کوي، د بزګرانو او د ټولنې بېلابېلو پرګنو ترمنځ د اړيکو ټينګولو او مفاهمې لپاره غوره فرصت دی. د تېروکلونو په پرتله غرفو اخېستلو ته د بزګرانو او صنعت کارانو لېوالتيا زياته شوې ده، سږکال د نندارتون ټولې غرفې ډکې شوي، په داسې حال کې چې د تېرو کلونو په پرتله د خلکو غوښتنې ډېرې شوي ، هلې ځلې کوو، چې په راتلونکو کلونو کې د غرفو شمېر ډېر کړو.))ورپسې دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال مولوي باز محمد فيضان په خپلو خبرو کې د کرنې د پراختيا او د خلکو د ملاتړ په موخه د امارت پر ژمنو خبرې وکړې: ((هلې ځلې کوو، چې خلکو ته اسانتياوې رامنځته کړو، هڅې مو دادي، چې دکرنې له اړخه افغانستان په يوه ميکانيزمه هېواد بدل کړو، په دې برخه کې د ماشينونو پر وارداتو کار کوو، د کرنيزو محصولاتو صادراتو په پار هوايي دهلېزونو ته اړتيا ده، چې پرې کارکوو. دغه راز د چکډمونو، د اوبولګولو کانالونو، او د اوبو زېرموو په برخه کې کار کوو.))دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستيال مولوي مهاجر فراهي، د عامې روغتيا وزارت مرستيال مولوي محمد اسحق صاحب زاده، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مرستيال مولوي عزيزالرحمن منصور او حاجي ادريس هم په دې غونډه کې شتون درلودل او د کرنې پر پراختيا او د نظام پر ملاتړ يې ټينګار وکړ.دکرنيزو محصولاتو ۲۸ م پسرلنی نندارتون د کرنې پراختيا، د خلکو د سوکالۍ تضمينوونکي تر شعار لاندې د ۱۴۰۱ ام کال د کب مياشتې له ۲۴ تر ۲۷ نېټې پورې د کابل په بادام باغ کې په لاره اچول کېږي.په دې نندارتون کې د کرنې، بڼوالۍ او د مالدارۍ باکيفيته محصولات، پروسس شوي توليدات، لاسي صنايع، کرنيز ماشينونه، افغاني ناب زعفران، طبي بوټي او نباتات، د اوبولګولو تجهيزات، مثمر او غير مثمرې نيالګي، د برېښنا لمريز توليدوونکې دستګاوې، کرنيز فعاليتونه او يو شمېر کورني توليدات نندارې ته وړاندې کېږي.د کرنيزو محصولاتو په دې نندارتون کې ۲۶۳ غرفې شتون لري، چې له دې ډلې ۵۶ باب يې د مېرمنو لاسي صنايعو ته ځانګړې شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *