خبرونهنړۍ

په اېټاليا او ترکيه کې۲۷۱ تنه کډوال ژغورل شوي

د اېټاليې او ترکيې چارواکو ويلي ،چې بحري ځواکونو يې په دوو کښتيو کې سپاره شاوخوا ۲۷۱ تنه کډوال ژغورلي، چې غوښتل يې په غير قانوني توګه اروپا ته ولاړ شي. اېټالوي چارواکو ويلي: د کب نيونې هغه کښتۍ يې له ډوبېدو ژغورلې ،چې ۲۱۱ کډوال په کې سپاره وو او په ناقانونه توګه يې سفر کاوه. د اېټاليا سمندري ګارډ د ژغورنې ډلې ،چې دغو عملياتو کې ونډه درلوده ويلي: يو تن يې د انساني قاچاق په توګه نيولی دی، خو د اېټاليې حکومت نه دي ويلي، چې دغه کډوال د کوم هېواد اړونده وو. بلخوا د ترکيې حکومت ويلي ،چې پوله ساتونکو يې هغه نږدې ۶۰ تنه کډوال ژغورلي چې بحر کې ايسار وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *