خبرونهنړۍ

په ايران کې پر زيارت بريد کوونکي پر اعدام محکوم شول

د ايران حکومت ويلي، چې د شاه چراغ پر زيارت يې د بريد له کبله دوه تنه په اعدام محکوم کړي.د ايراني رسنيو د راپورونو له مخې، تورن کسان رامز رشيدي او سيد نعيم قتالي نومېږي.رسنيو د فارس ولايت د محکمې د رئيس سيد کاظم موسوي په حواله ليکلي، رامز رشيدي اعتراف کړی، چې د شاچراغ زيارت له چاپېريال سره د بلدتيا لپاره څو ځلې له اصلي بريدګر سره تللی او دغه راز يې ورته ټکټ هم برابر کړی.په ورته مهال بيا قتالي هم ويلي ،چې ايران ته د بريدګر له داخلېدو وروسته هغه ورسپارل شوی او د داعش نورو غړو ته يې په تهران کې امن ځای ورکړی.
د يادونې وړ ده ،چې د شاه چراغ پر زيارت د ۲۰۲۲ ميلادي کال د اکټوبر مياشتې په وروستيو کې بريد وشو چې له کبله يې ۱۳ کسان ووژل شول او ۳۰ نور ټپيان شول.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *