خبرونهنړۍ

په ايران کې د ترافيکي پېښې له امله افغان کډوالو ته مرګژوبله اوښتې

د ايران د شيراز ښار په قطرو سيمه کې د ترافيکي پېښې له امله يو ايرانی او نهه افغان کډوال وژل شوي.د رسنيو د راپورونو له مخې: په وژل شويو کسانو کې درې مېرمنې او دوه ماشومان هم شامل دي.ياده پېښه لا وړمه شپه د يو کرولا او مازدا ډوله موټر ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې.د وژل شويو کسانو جسدونه روغتون ته انتقال شوي، خو ويل کېږي ،چې لايې هم هويتونه نه دي په ډاګه شوي.د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې په بهرنيو هېوادونو کې افغان کډوالو ته د تلفاتو اوښتو خبرونه ډېر شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *