
د امريکا په جنوب لويديځو ايالتونو کې چارواکي وايي، د سړې هوا او تېز توپان له امله نهه تنه وژل شوي دي. چارواکو ويلي، چې د توپان له وجې ګڼ شمېر کورونه ړنګ شوي او د زرګونو کورنيو لپاره برېښنا هم پرې شوې ده. سيمه ييزو چارواکو ويلي، چې ښايي د وژل شويو او ټپي شويو کسانو شمېر تر دې هم لوړ شي ځکه چې يو شمېر سيمو ته لا هم د ژغورنې او لټون عمله نه ده رسېدلې. د امريکا د هوا پېژندنې ادارې ويلي ،چې د جورجيا او الاباما په ايالت کې په توپان کې د باد چټکوالي په ساعت کې ۲۱۴ کيلو مټره وو او خلکو ته يې ډېر مالي او ځاني زيانونه رسولي دي. مسئولينو ويلي ،چې يوازې اووه تنه په همدې ايالت کې وژل شوي او د ژغورنې او لټون عمله لا هم د وژل شويو او ټپي شويو کسانو پسې ګرځي.