افغانستانخبرونه

په افغانستان کېVIP بسونو فعاليت پيل کړ

‏‏د‌ اسلامي امارت چارواکو ويلي، چې په افغانستان کې په لومړي ځل د VIP بسونو فعاليت پيل شوی. د دغو چارواکو په وينا،ياد VIP بسونه چې د يوه خصوصي ترانسپورتي شرکت له خوا نوي وارد شوي دي ځانګړي عصري خدمتونه لري. روزل شوي مېلمه پال، د انټرنټ وايفای، راحت سيټونه، د کارکوونکو خاص يونيفورم، مسافرينو ته وړيا خوراک او څښاک او يو شمېر نورې آسانتياوې د دغو بسونو ځانګړنې ښودل شوي دي.چارواکو ويلي ،چې دغو بسونو د کابل مزار شريف او کابل کندز تر منځ خپل فعاليت پيل کړ‌ی. د اسلامي امارت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت مرستيال ملا عبدالسلام حيدري د دې بسونو د فعاليتونو د پرانيستې پر وخت دغه هڅه ستايلې ده.
د افغانستان له ترانسپورتي سيستم، په ځانګړي ډول د لويو لارو له دغو خدمتونو خلک ډېر شکايت لري.له همدې امله د چارواکو له لوري د نويو دغو خدمتونو په اړه خبرې د خلکو له هرکلی سره مخ شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *