
د نړيوال بانک له رياسته د ډېوېډ مالپاس د ګوښه کېدو له اعلان وروسته، د اسلامي امارت د ماليې وزارت وايي: د ياد وزارت لهخوا په افغانستان کې د نړيوال بانک پروژو د چارو د بيا پيلېدو لپاره هڅې دوام لري.د ماليې وزارت زياتوي: نړيوال بانک په افغانستان کې د روغتيا، کرنې، دکليو د پراختيا او نورو برخو کې مرسته کوي او دې برخو کې يې د ځينو پروګرامونو کار پيل کړی دی.د دې وزارت وياند احمد ولي حقمل وايي: (( ځينې پروژې شته چې چارې يې ۹۰ تر ۹۵ سلنې بشپړې شوي. له کومې ورځې چې اسلامي امارت راغلی، دماليې وزارت په تېره د پاليسي معينيت هڅه کوي او له ټولو مالي ملاتړ کوونکو سره په اړيکه کې دي، ترڅو هغوی (نړيوال بانک) دې ته راضي کړي چې په لومړي ګام کې خپلې نيمګړې پروژې پيل کړي.))له دې سره سم، د اقتصادي چارو ځينې شنونکي له تېرو شلو کلونو راهيسې له افغانستان سره د نړيوال بانک مرستې مهمې بولي او وايي: د دغه بانک په رهبرۍ کې بدلون به د امريکا پر مالي موخې څه اغيزې و نهکړي.د اقتصادي چارو کارپوه سيد مسعود وايي: (( نړيوال بانک د افغانستان د پروژو يو له سترو تمويل کوونکو څخه و او پخوا يې هم ډېر ستر کارونه کړي او په ټوله نړۍ کې خپلې اغېزې لري.))د اقتصادي چارو يو بل کارپوه سير قريشي وايي: (( نړيوال بانک په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان په اقتصاد کې ستر رول ادا کړی.))د امريکا د ماليې وزير په نړيوال بانک کې د ښاغلي مالپاس څلور کلن ماموريت ستايلي او ويلي يې دي چې هغه د خپل ماموريت پر مهال د افغانستان په ګډون کم عايد لرونکو هېوادونو ته ډېر مهم کارونه کړي.د نړيوال بانک رئيس ډېوېډ مالپاس د خپل دوره يي رياست له بشپړېدو يو کال مخکې استعفا ورکړې ده. ۶۶ کلن مالپاس په ۲۰۱۹ م کال کې د ډانلډ ټرمپ د ولسمشرۍ د دورې پر مهال د نړيوال بانک د رئيس په توګه ګومارل شوی و.