افغانستانخبرونه

په افغانستان کې د جرمنيانو له خوا د پروژو د بيا پيلېدو ژمنه

جرمني غواړي چې په افغانستان کې يو شمېر ځانګړې پراختيايي پروژې له سره پيل کړي. د جرمني د ډي پي اې خبري اژانس د راپور له‌مخې برلين دغه اقدام له‌دې سره سره کوي ،چې په افغانستان کې د ښځو پر کار او تعليم بنديزونه لا پر خپل ځای دی. د جرمني د اقتصادي او پراختيايي همکاريو وزيرې اسفنيا شولزه ويلي، د دغو پروژو په عملي کولو کې له ښځو سره او د ښځو لپاره معيار په نظر کې نيول کېږي. د جرمني حکومت وايي: تر هغو چې افغان ښځې په پروژو کې کار کولی شي، د هغوی لومړنيو خدمتونو ته ژمن دي، ځکه د دوی په ټکو افغانستان کې دا چارې له ښځو د ملاتړ په برخه کې ګټورې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *