
په پاکستان کې د امريکا سفارت خپلو کارکوونکو ته، پر دوی د احتمالي بريد خبرداری ورکړی دی. د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د امريکا سفارت ويلي؛ واشنګټن داسې معلومات ترلاسه کړي، چې ګواکې نامعلومو کسانو د اسلام آباد په ماريوت مشهورهوټل کې پر امريکايانو د بريد پلان درلود.د سرچينې په وينا کېدای شي دغه احتمالي بريد د نوي زېږديز کال د رخصتيو پرمهال ترسره شي.په اسلام آباد کې د امريکا سفارت له خپلو ټولو کارکوونکو غوښتنه کړې، چې ماريوټ هوټل ته له تګ او په اسلام آباد کې له غير اړينو سفرونو ډډه وکړي.د يادونې وړ ده، چې په امريکا کې د سفارت کارکوونکي له دې خبرتيا وړاندې د پلازمېنې اسلام آباد ښار په څنډه کې د شوي بريد له امله هم په لوړ خبرداري کې وو.