
په ارګ کې د نوي جامع جومات د جوړلو د بنسټ ډبره کېښودل شوه. په دغه مراسمو کې د اسلامي امارت ګڼ شمېر چارواکو برخه اخيستې وه. د شنې ساحې په ګډون ددغه جومات لپاره ۱۰۶۰ متره مربع ځمکه په پام کې نيول شوې ، چې پر ۶۲۷ متره مربع يې يوازې د جومات ودانۍ جوړېږي. په دغه جومات کې کتابتون، د يخو او ګرمو اوبو سيستم، مرکزګرمي، انټرنېټ، د غږ کنټرولولو خونه او د تدريس ځای هم په پام کې نيول شوي دي. ياد جومات به يوه لويه ګنبده او څلور منارونه ولري او پر يو وخت به پکې۱۵۰۰ لمونځ کوونکي ځايېږي. ټاکل شوې ددغه جامع جومات د روغولو چارې په يوه کال کې بشپړې شي، چې تر ډېره به پکې له لومړۍ درجه کورنيو ودانيزو موادو لکه د هرات د چشت شريف له مرمرو، د هلمند له رخامو، د ميدان وردګو له ډبرو او د کونړ او نورستان له لرګي کار واخيستل شي.