
په ارزګان کې ولايتي مسئولين خبر ورکوي، چې د کرنيزې برخې د ودې لپاره يې په دې ولايت کې ۲۴۰۰ سوه ټنه اصلاح شوي تخمونه او کېمياوي سره کروندګرو ته وېشلې دي.ارزګان چې ډېر اوسيدونکي يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي تازه ددې ولايت مسئولينو د کرنې د ودې په برخه کې هڅې زياتې کړي دي.د دې ولايت د کرنې او مالدارۍ رياست مطبوعاتي مسئول قدرت الله حميدي وايي، چې د بېلابېلو موسساتو په مالي ملاتړ يې په دې ولايت کې له ۱۵۹۰۵ کسانوسره د ۲۴۰۰ ټنه اصلاح شويو تخمونو او کېمياوي سرې مرسته کړې.دی وايي، چې سږکال په دې ولايت کې پرټوله ځمکه د غنمو کښتونه شوي او په خبره يې دوی هيلې لري چې راتلونکی کال به ارزګان د غنمو له اړخه پر ځان بسيا شي.دی وايي: (( موږ د بېلابېلو موسساتو په مرسته ۲۴ سوه ټنه اصلاح شوي تخمونه او کېمياوي سره پر ۱۵۹۰۵ تنه کروندګرو باندي ويشلي ده، چې په راتلونکي کال کې به دهمدې مرستو له امله به موږ د غنمو بيساري حاصلات ولرو ،ځکه کروندګرو د تارياکو کښتونه هم نه دي کړي او موږ دغه مرستې په مرکز او ولسواليو کې ترسره کړي دي.))په ورته وخت کې په دي ولايت کې کروندګر که څه هم ددغو مرستو له ترسره کېدو څخه هرکلی کوي ،خو غوښتنه کوي چې د کرنې د روزنې په برخه کې کروندګرو ته بايد روزنه ورکول شي.دوه تنه کروندګر محمدجان او مجاهد وايي، چې لاهم په ارزګان کې دوی کرنه پر پخوانيو ميتودونو ترسره کوي.محمدجان وايي: (( دلته کروندګرو ته روزنه نه ده ورکول شوي بايد روزنه ورکول شي ،ترڅو د کرنې برخه ښه شي.مجاهد: (( موږ ته تراوسه روزنه نه ده راکول شوي که روزنه راکول شي ډېر به د اوس په پرتله تغير وکړو بايد موږ ته روزنه راکول شي، ځکه موږ اوس هم د پخوا په ډول کرنه ترسره کوو.))داپه داسې حال کې ده چې له دې مخکې په دې ولايت کې کروندګرو ادعا کوله ،چې تېرکال يې خپلو کرل شويو غنمو ته د اقتصادي ستونزو له امله کېمياوي سره نه وه ورکړې ،چې له همدې امله يې په حاصلاتو کې د پام وړ کموالی راغلی و.