
د ارزګان ولايتي مسئولين وايي: په تېرو جګړو کې د ويجاړو شويو ښوونځيو له جملې څخه ګڼ شمېر رغول شوې او د پاتې نورو د رغېدو چارې روانې دي.د دې ولايت د پوهنې رئيس مولوي شمس الله کامران اخندزاده رسنيوته ويلي، چې تر دې مهاله يې ۴۰ دولتي ښوونځي رغولي، ۳۲ يې فعال کړي، د ۴۰ نورو درغېدو چارې روانې دي او د پاتې ۱۳ نويو ښوونځيو د رغېدو چارې به هم په معياري بڼه ترسره شي.دی وايي: (( موږ ۴۰ ښوونځي د موسساتو په مرسته رغولي، ۳۲ غير فعال ښوونځي مو فعال کړي، ۴۰ نور ښوونځي مو بلې موسسې ته د رغېدو لپاره په قرارداد ورکړي او ۱۳ نور وزارت راکړي ،چې په اساسي ډول به ورغول شي.))خلک د حکومت له خوا د تازه رغول شويو ښوونځيو له کار څخه هرکلي کوي، خو اندېښنه څرګندوي ،چې که يې په سم ډول ساتنه ونه شي، يو ځل بيا به ياد ښوونځي ويجاړ شي.محمد بشير او دل اغا يې په اړه وايي:(( غوښتنه مې دا ده، چې د دغو ښوونځيو ښه ساتنه وشي، چې څوک ورڅخه شی غلا نه کړي.)) ((دغه ښوونځي چې جوړ شوي، ډېر ښه دي، ځکه دلته به ماشومان ښې زده کړې وکړي. د لمر، باد او باران څخه به خوندي وي.))د ارزګان د لوړو زده کړو موسسې استاد پوهنيار محمدطاهر اميد هم د نويو ښوونځيو د جوړېدو هرکلي کوي او له پوهنې رياست څخه غوښتنه کوي چې راتلونکي کې په دې برخه کې زياتې هڅې وکړي.دی وايي: (( دا يوه لويه لاسته راوړنه ده، کلونه کېږي دلته دومره کار د پوهنې په برخه کې نه دی شوی. زموږ له پوهنې وزارت څخه هيله ده ،چې دې برخې ته نور هم کار وشي او ټول تخريب شوي ښوونځي ورغوي.))
ياده دې وي ،چې څه موده وړاندې د ارزګان اوسېدونکو له مسئولينو څخه غوښتنه کړې وه چې ويجاړ شوي ښوونځي دې جوړ شي.