
د ارزګان په چورې ولسوالۍ کې د نړيوال بانک په مالي لګښت ۱۰۰ زرو کسانو ته د څه ناڅه ۹۰۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د کار زمينه برابره شوې ده.په دغه ولايت کې د ((نسايي انکشافي موسسې)) استازی ((زبير احمد بدلون)) وايي: پلان لري چې په چورې او چنارتو ولسواليو کې د نړيوال بانک په مالي لګښت د څه ناڅه ۹۰۰ ميليونو افغانيو په ارزښت ۲۱۹ بېلابېلې پروژې پلي کړي. ښاغلي بدلون ويلي: د دغو پروژو چارې به په راتلونکي يو نيم کال کې بشپړې شي. (( د دغو پروژو لپاره زموږ بودجه له اته سوه څخه تر نهه سوه ميليونه افغانيو پورې ده، چې ټول اداري کارکوونکي هم په کې شامل دي. په دې پروژو کې به سره سل زره کسان کار کوي، چې د سيمې اوسېدونکي به وي.)) د ارزګان د کليو او بيارغونې رئيس ملا عبدالغني بلال هم په دې ولايت کې د دغه ډول پروژو پر پيلېدو خوښي څرګندوي او له نورو موسسو هم غوښتنه کوي، چې دا ډول پروژې پلې کړي. (( له دې موسسې ځانګړې مننه کوو، زموږ ولس همدغه ډول کارونو ته اړتيا لري، هيله ده نورې موسسې هم دا ډول اقدامات وکړي.))بل لورته د سيمې خلک هم خوښ دي، چې د تېرو دوو لسيزو جګړې ځپلي، نو په کار ده چې نورې پروژې هم ورته راړول شي.قريب الله او ظاهرجان يې په اړه وايي: (( په دې سره زموږ ستونزې حلېږي، دلته خلک زيات غريب دي، له دې ور هاخوا به زموږ په سيمه کې ويالې او پلچکونه ورغول شي، چې دا يې موږ ته بله ګټه ده، ځکه دلته ډېرې ويالې او پلچکونه سېلابونو وړي وو.)) (( اوس زموږ ډېر ځوانان په کار وګمارل شول، موږ له دې موسسې ځانګړې مننه کوو.))دا لومړی ځل دی ،چې دارزګان په چورې ولسوالۍ کې د نړيوال بانک له خوا په دومره لويه کچه ګڼې پروژې تطبيقېږي.