افغانستانخبرونه

په ارزګان کې لاهم ګڼ شمېر سيمې ښوونځي نه لري

نوی ښوونيز کال پيل شو، خو د ارزګان په لرې پرتو سيمو کې ګڼ شمېر خلک ښوونځيو ته لاسرسی نه لري. دوی له دولته غوښتنه کوي، چې په خپلو سيمو کې دې ورته ښوونځي جوړ کړي.د دې ولايت د پوزي سيمې يو اوسېدونکی حضرت بلال وايي چې له تېرو دوو لسيزو راهيسې يې په سيمه کې هېڅ ښوونځی نشته او ماشومان يې له زده کړو بې برخې دي.هغه له ځايي مسئولينو غوښتنه کوي چې په نوي تعليمي کال کې دې د دوی په سيمه کې ښوونيز مرکزونه پرانيستل شي.ياد کس رسنيو ته ويلي: ((زموږ په سيمه کې هېڅ ښوونځی نشته بېخي زموږ ماشومان آن ښوونځي نه پېژني، له دولته زموږ غوښتنه دا ده چې ښوونځي راته جوړ کړي.))په همدې حال کې د تنګي سيمې دوه تنه ماشومان زبير احمد او ګل اغا وايي چې دوی دا مهال په سيمه کې له زده کړو بې برخې دي او خپله ورځ د کور په کارونو او يا هم د کلي په کوڅو په لوبو تېره وي. ((موږ ټوله ورځ په کوڅو کې لوبې کوو پخوا مو په مسجد کې سبق وايه؛ خو اوس هغه هم نشته ټوله ورځ د کلي ماشومان دلته لوبې کوي بل هېڅ کار نشته.)) ((زموږ په کلي کې مکتبونه نشته ځينې ماشومان له خپلو پلرونو سره کار کوي او کله چې کار نه وي بيا دلته لوبې کوي.))په دې ولايت کې فعالان وايي چې دا مهال په ګڼو سيمو کې ماشومان زده کړو ته لاسرسی نه لري.په ارزګان کې يو تن مدني فعال شاه محمد محمدي وايي چې په ارزګان ولايت کې مرکز ته په نږدې سيمو کې هم ماشومان زده کړو ته لاسرسی نه لري.هغه وايي د زده کړو د ارزښت په برخه کې د خلکو کم د عامه پوهاوي او په سيمه کې د ښوونيزو مرکزونو نشت يو له اساسي ستونزو ګڼل کېږي. ((په ارزګان کې له زده کړو د ماشومانو بې برخې پاتې کېدل يوه لويه ستونزه ده، دا ډېر دلايل لري چې يو يې هم د زده کړو په اړه د عامه پوهاوي او ښوونيزو مرکزونو نشتون دی.))بل لورته دارزګان ولايت د پوهنې رئيس مولوي خيرالله حقنما هم وايي چې دارزګان په بېلابېلو سيمو کې داسې ځايونه شته چې ښوونيز مرکزونه په کې شتون نه لري.هغه وايي يو شمېر داسې ځايونه شته چې په کې تر ۳ زره پورې کورنۍ ميشتې وي؛ خو لا يې هم زده کړو ته ماشومان لاسرسی نه لري.ښاغلي حقنما وويل په نوي ښوونيز کال کې هيلې شته چې په يادو سيمو کې زده کوونکو ته د زده کړې زمينه برابره شي. ((داسې لرې پرتې سيمې هم شته چې درې زره، څلور زره او آن پنځه زره کورونه وي، خو ښوونځی نه لري، موږ په دې برخه کې له يونيسف او نورو موسسو سره په همکارۍ هڅه کوو چې ښوونځي ورته جوړ کړو.))له دې مخکې دارزګان ولايت د پوهنې رياست چارواکو خبر ورکړی و،چې په ارزګان ولايت کې ۱۰۰ زره ماشومان له زده کړو بې برخې پاتې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *