
په ارزګان کې په لومړي ځل د کونځلو کرنه ډېره شوې ،چې حاصلاتو ته يې د کروندګرو هيلې هم زياتې شوې دي.په ارزګان کې هم د نورو ولايتونو غوندې د کونځلو کرلو ته لېوالتيا ډېره شوې ده.خير محمد د ارزګان هغه کروندګر دی، چې په دې وروستيو کې يې د دغه بوټي کرکېلې ته مخه کړې او وايي: د کوکنارو کښت چې بند شوی، د ده په شمول ډېری بزګرانو د کونځلو کرلو ته مخه کړې ده.نوموړي رسنيو ته ويلي، چې اوس د خپلې کورنۍ لپاره له همدې لارې حلاله روزي په لاس راوړي.خير محمد: (( موږ له حکومت سره ومنله ،چې نور تارياک نه کرو، اوس مو د کونځلو کرلو ته مخه کړې ده ،ګټه يې ډېره ده او د کوکنارو زيان ډېرو.))په ارزګان کې سږکال نه يوازې خير محمد، بلکې ګڼ کسان دا مهال د همدغه بوټي په کرلو بوخت دي.ولي محمد بل هغه کروندګر دی، چې سږکال يې په خپله ځمکه کې د کونځلو کښت کړی دی.نوموړی وايي ، چې سږ کال يې پر ځمکه د کونځلو کښت کړی او له مسئولو چارواکو ور نه د بازار موندنې غوښتنه کوي.ولي محمد: ((له حکومت څخه غوښتنه کوو ،چې د کونځلو د کښت په وده کې راسره مرسته وکړي، کرنه يې راوښيي او بازار موندنه او تړونونه وکړي.))که څه هم اوس په ارزګان کې ډېری بزګرانو د کونځلو کرلو ته مخه کړې، خو لاهم ډېری کسان يې په کرلو او روزنه نه پوهېږي.منصور احمد هغه کروندګر دی ،چې په دې برخه کې د دولت له خوا د روزنې ور زده کولو او عامه پوهاوي غوښتنه کوي.دی وايي: ((که روزنه او عامه پوهاوی راکړل شي، د ناروغيو په مخنيوي يې پوه شو، نو بيا به يې ګټه څو برابره وي.))د کرنې د برخې يو شمېر پوهان هم د کروندګرو پر دغه تصميم خوښ دي او وايي، چې پر اقتصاد به يې اغېزې مثبتې وي.د دغه ولايت د لوړو زده کړو موسسې استاد پوهنيار احمدالله احمدي بيا وايي، چې که کروندګرو ته په دې برخه کې روزنه ورنه کړل شي او دولت بازار ورته پيدا نه کړي، پر اقتصاد به يې اغېزې دومره د پام وړ نه وي.دی وايي: ((که دلته کارخوني جوړې نه شي او فابريکې نه وي، حکومت خپل مسئوليت پر وخت ادا نه کړي، کروندګر به د کونځلو له کرکېلې بيرته لاس په سر شي.))د کرنې او مالدارۍ رياست مطبوعاتي مسئول قدرت الله حميدي وايي، چې د کروندګرو شته ستونزو او د کونځلو د ودې لپاره به پوره هڅه وکړو.(( هر کال د کونځلو د ودې او پراختيا لپاره پلان جوړو، کومې ستونزې چې وې تر ډېره حل شوې او نورې به هم حل کېږي. د کنځلو کښت تر پخوا وده کړې ده.))کونځلې هغه نباتاب دی، چې له اقتصادي پلوه د يو هېواد لپاره حياتي ارزښت لري او د صنعت په برخه کې ترې غوړي، قندي محصولات او يو شمېر نور خوراکي او غير خوراکي توکي جوړېږي.د دغه بوټي غوړي د لمرګلي او زغرو تر غوړيو ډېر قوي دي او په درملو کې هم ترې ګټه اخيستل کېږي.