
د ارزګان دمرکز ترېنکوټ اړوند د دوو ښوونځيو او يو روغتيايې مرکز لپاره د لس ميليونه افغانيو په ارزښت درې پروژې بشپړې شوې په دې پروژو کې د اوبو او برېښنا سيستم دفعالولو ترڅنګ د نهه زره ليتره اوبو په ظرفيت ټانکۍ او تشنابونه شامل دي.د يونيسف ادارې د زون مسئول (( فرانسيس بسيکو بوتيچى)) وويل، چې دا پروژې پاکو اوبو ته د ماشومانو او ميندو د لاسرسي لپاره پلې شوې دي.((له دې وروسته به ۴۰ زره ماشومان او ميندې پاکو اوبو ته لاسرسی ولري، دلته ۶۴ داسې نور روغتيايي او ښوونيز مرکزونه هم شته او موږ پلان لرو، چې ټولو مرکزونو ته دا ډول خدمتونه برابر کړو.))بل لورته د ارزګان د عامې روغتيا رئيس ډاکټر محمد الله روحاني وايي: لاهم په دغه ولايت کې ۴۲ روغتيايي مرکزونه ودانۍ نه لري او خپلې چارې په کرايه کورونو کې مخ ته وړي.هغه له يونيسف څخه وغوښتل، چې په دې برخه کې هم خپله همکاري زياته کړي. (( موږ د يونيسف له ادارې مننه کوو ،چې دا ډول خدمتونه وړاندې کوي، خو غوښتنه مو دا ده، چې په دغه ولايت کې د ۴۲ هغو روغتيايي مرکزونو د ودانيو په رغولو کې هم مرسته وکړي، چې اوس مهال خپلې چارې په کرايې کورونو کې مخ ته وړي.))د سيمې اوسېدونکي هم د دغو پروژو پر پلي کېدو خوښ دي او وايي چې له دې وروسته به يې زياتې ستونزې حل شي.د سرخمرغاب سيمې اوسېدونکی ميراجان وايي: (( پخوا مو پاکې اوبه پر موټرسايکلونو راوړلې، خو اوس مو دا ستونزه حل شوه، موږ زيات خوشحاله يو.))د يادونې وړ ده ،چې تېره اووني هم يونيسف د ا رزګان ولايتي روغتون کې د ۱۴ ميليونه افغانيو په ارزښت يو شمېر پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارلې.