
په روزګان کې له تېرو۳۰ کلونو راهسې په سوداګريزه راکړه ورکړه کې کلداره کارول کېږي، خو اوس د دغه ولايت محلي مسئولينو خلکو ته ضربالاجل ټاکلی، چې له دې وروسته به کلداره نه کاروي.د روزګان د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس قاري اغاولي قريشي لا وړمه ورځ د يوې خبري ناستې پر مهال وويل، چې د راتلونکې شنبې (سلواغې ۲۰) څخه وروسته دغه ولايت کې څوک اجازه نهلري چې کلداره وکاروي.د روزګان د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس همداراز دې ناستې ته په خپلو خبرو کې وويل: که څوک له دې پرېکړې سرغړونه وکړي، قانوني چلن سره به مخ شي.نوموړي وويل: (( يوه کمېټه جوړه شوې د دغې کمېټې د پرېکړي پر بنسټ د راتلونکې شنبې ورځې پورې به خلک په کلداره راکړه ورکړه وکړي، تر هغه وروسته هېچاته اجازه نشته. دغې کمېټې ښاريانو ته جدي سپارښته کړې ،چې پرته له صرافيانو څخه په عمده او پرچون ډول په نورو بهرنيو اسعارو راکړه ورکړه بنده ده.))د روزګان اوسېدونکي که څه هم د حکومت له دې پرېکړې خوښ دي، خو زياتوي ،چې افغاني بانکنوټونه کم دي او خلک اړ دی چې کلداره وکاروي.د دوی په وينا، حکومتي چارواکي بايد د افغاني بانکنوټونو په ډېرښت او ترويج کې هڅه وکړي، څو خلک هم له مالي زيان سره مخ نهشي.د روزګان اوسېدونکي سيدنور وايي: (( دا خو ډېر ښه کار شوي، بايد دغه کار په جدي ډول عملي کړي ځکه په دې برخه کې خلکو ته ډېر تاوانونه مخکې لارسېدلي، بايد دغه امر په ښه ډول عملي شي او دا ډېر ښه مثبته نتيجه ورکړي.))د اقتصادي چارو شنونکي وايي: حکومت بايد د دې ډول پرېکړو ترڅنګ بازار ته د اړتيا سره سم افغاني بانکنوټونه هم وړاندې کړي، څو خلک يې ترلاسه او له ټاکل شوې نېټې وروسته پېر او پلور په افغانۍ ترسره شي.د اقتصادي چارو شنونکی وليمحمد ولي وايي: (( بايد اول د اسعارو په تبادله کې آسانتياوې رامنځته شي او خلکو ته بايد په کافي اندازه بانک لوټونه ورکړل شي ،ترڅو افغانۍ ترويج شي.))خو په بازار کې د افغاني بانکنوټونو کمښت په اړه د روزګان د اطلاعات او فرهنګ رئيس قاري اغاولي قريشي وويل: افغانستان بانک ډاډ ورکړی، چې کافي اندازه افغاني شته او د اړتيا سره سم به يې روزګان او ګڼو نورو ولايتونو ته ولېږي.بايد يادونه وشي ،چې له دې وړاندې هم روزګان کې څو ځلې د کلدارو او ټولو بهرنيو اثارو پر مخنيوي پرېکړې شوي، خو د جديت او نه تعقيب له امله يادې پرېکړې نه دي عملي شوي.