
په ارزګان کې د جګړه ځپلو سيمو خلک وايي: په تېرو جګړو کې يې کورونه بشپړ له منځه تللي او دا مهال سرپناه نه لري.د دغه ولايت د مرکز او ولسواليو اوسېدونکي وايي: د تېرو جګړو پر مهال يې کورونه په هوايي بمباريو او ځمکنيو جګړو کې له منځه تللي او د بيرته رغېدو وس يې نه لري.د مرکز ترينکوټ دوه اوسيدونکي احسان الله او سمېع الله وايي: د سرپنا د نشت له کبله دوی اوس مهال په کرايی کورونو کې اوسېږي.احسان الله: (( ځينو کسانو چې وس درلود، د اوسېدو خونې يې جوړې کړې، خو ډېر داسې کسان شته چې د خپلو کورونو د رغېدو وس نه لري او همدا سي ويجاړ پاتې دي، له دولت څخه موغوښتنه ده چې له موږ سره مرسته وکړي.))سميع الله زياتوي: (( کورونه مو ټول نړېدلي، يوه يوه خونه يوې موسسي راته جوړه کړي، په هغې کې مو ګوزاره نه کېږي. له دولت او نړيوالو څخه مو غوښتنه ده، چې له موږ سره مرسته وکړي.))د دهراوود ولسوالۍ اوسېدونکی حضرت شاه چې دا مهال د ارزګان مرکز ترينکوټ کې د خپلې کورنۍ له غړو سره يو ځای اوسيږي، وايي ،چې د خپل کور د کرايې ورکولو وس هم نه لري.نوموړي غوښتنه وکړه ،چې د کور په جوړولو کې باید ورسره مرسته وشي.دی وايي: (( له دولت او نړيوالو موسسو څخه مو غوښتنه ده، چې دلته له خلکو سره د کورونو په جوړولو کې مرسته وکړي ،ترڅو دغه ستونزې يې حل شي.))د ارزګان سيمه ييز چارواکي وايي: په تېرو وختونو کې یې په دغه ولايت کې د هغو کسانو سره، چې د جګړو پر مهال يې کورونه ويجاړ شوي، مرستې کړي او ، په راتلونکي کې هم پلان لري ،چې د کورونو په جوړولو کې ورسره مرستې وکړي.د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس قاري اغاولي قريشي په دي اړه وايي:
(( هغه کورنۍ چې د تېرو جګړو پرمهال يې کورونه له منځه تللي، موږ تر خپله وسه ورسره نغدي مرسته کړې. هڅې روانې دي چې له دغو کورنيو سره په راتلونکي کې هم مرستې وکړو.))
دا په داسې حال کې ده چې د تېرو جګړو پر مهال په ارزګان کې له ۱۳ زره زياتې کورنۍ په مرکز او ولسواليو کې له خپلو سيمو څخه بېځايه شوې وې.