
په اداري برخه کې ۳۴ نارينه او ښځينه وو ته زده کړې بشپړي کړي
په کندهار کې ۳۴ تنه نارينه او ښځينه تر شپږمياشتنيو زده کړو وروسته فارغ شول دغه کسانو ته په اداري برخه کې عملي او نظري زده کړې ورکړل شوې.دغه ۳۴ کسانو ته د DHSA موسسې له خوا د افغانستان پاملرني موسسې په مالي همکارۍ زده کړي ورکړل شوي دي.د R3 پروګرام له لارې ۳۴ تنه نارينه او ښځينه تر شپږ مياشتنۍ روزنې وروسته فارغ شول.د DHSA موسسې د R3 پروژې مسئول سورګل اعظمي وايي، چې ددې پروژې له لارې د انټر شيف پروګرام دويمه برخه چې ۳۴ تنه ښځينه او نارينه په کې وروزل شول ورته فراغت سندونه او يو شمېر د کار وسايل ورکړل شول.نوموړی وايي، چې په اوونۍ کې دوې ورځې نارينه وو او دوې ورځې ښځينه وو ته د منجمينټ او يو شمېر نور برخو کې نظري زده کړې ورکول کېدلې او د عملي زده کړو لپاره يو شمېر ادارو ته معرفي شوي وو.کليپ ((دوی مو ادارو ته معرفي کړي و او کاري تجربه يې هم ترلاسه کړې ،چي له امله به يې دوی وکولای شي په مختلفو سازمانونو کي دندي ترلاسه کړي))د افغانستان پاملرنې موسسې مسئولين وايي: نه يوازې په کندهار بلکې د هېواد په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم دغه ډول پروګرامونه ترلاس لاندې لري.ددې موسسې استازي مقيد اغاه وايي: هغه ځوانان چې له لوړو زده کړو څخه فارغ کېږي د تجربې نه لرلو له امله ورته دندې نه پيدا کېږي، نو اړينه ده، چې دوی د انټر شيف پروګرام له لارې وروزل شي او تجربه ترلاسه کړي.کليپ((هغه کسان چې له لوړو زده کړو فارغ کېږي ددې لپاره ضروري ده ،چې شپږ مياشتي په خپل مسلک کي د نټرشيف پروګرام له لاري وروزل شي))هغه زده کوونکي چې د R3 پروژې له لاري د ظرفيت لوړني او اداري مهارتونو په پروګرام کي يې عملي او نظري زده کړې ترلاسه کړي وايي ،چې دغه پروګرام يې پر ظرفيت ډېر مثبت تاثر کړی.کليپ ((موږ د اداري کارونو سره ډېر آشنا شولو او داسي معلومات د تېرو شپږړو مياشتو په جريان کې راته وويل شول ،چې زموږ پر ظرفيت يې ډېر مثبت تاثر وکړي))ددې پروژې مسئولين وايي، چې په جنوبي زون کې به يې دغه ډول فعاليتونه د ۲۰۲۳ م کال تر پايه جريان ولري.