
د روغتيانړيوال سازمان په همکارۍ او د ترکيې په مالي مرسته په اتاترک ملي او تخصصي روغتون کې ۱۰ نورې نوې طبي څانګې پرانيستل شوې. د عامې روغتيا وزارت مسئولين وايي، چې يادو څانګو ته د طبي وسايلو پر پېرودلو باندې شل۲۰ ميلونه افغانۍ لګښت راغلي دي. د دې څانګو د پرانيستې په مراسمو کې د عامې روغتيا وزارت مالي او اداري معيين محمد اسحاق صاحب زاده د وينا پر مهال پر ټولو ډاکټرانو غږ وکړ، خپلو خلکو ته په پوره اخلاص کار وکړي. له بلې خوا د خيريه بنسټونو استازو هم ډاډ ورکړ، چې د صحي خدمتونه د معياري کولو په برخه کې به دوی له افغانستان سره لا زياتې مرستې وکړي. په دې مراسمو د ترکيې د سفير مرستيال هم ګډون درلود او ويې ويل، چې موږ به د افغانستان له خلکو سره په صحي برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړو.