
د اسلامي امارت چارواکي وايي: په نورستان ولايت کې د ليتيم کانونو د استخراج په برخه کې پنځو هېوادونو پانګونې ته لېوالتيا ښودلې ده. دوی زياتوي، چې د دې کانونو استخراج او پروسس کولی شي هېواد له اقتصادي بحران څخه وژغوري. چارواکي وايي، چې د هېواد د اقتصادي ځان بساينې لپاره لوړ ظرفيتونه لري او په نږدې راتلونکي کې به د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې مثبت بدلون راشي. د سرپرست حکومت د چارواکو په وينا جاپان، چين امريکا، قطر او متحده عربي امارت د هغو هېوادونه له ډلې دي ، چې په نورستان کې يې د ليتيمو کانونو د استخراج په برخه کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې ده.