افغانستانخبرونه

پنجشېر کې د کتابونو نندارتون جوړ شو

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رياست پرون په دې ولايت کې د کتاب نړيوالې اوونۍ په مناسبت د کتابونو نندارتون جوړ کړ.د ياد ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولانا نصرالله ملک زاده د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته ويلي ،چې په دې ولايت کې د ياد رياست له لوري د کتاب نړيوالې ورځې په مناسبت د کتابونو نندارتون جوړ شوي چې په کې ۴۰۰۰ ټوکه کتابونه نندارې ته وړاندې شوي.ملک زاده زياته کړې ،چې په دغه نندارتون کې د بيهقي کتاب خپرولو رياست دوه غرفې هم ايښودل شوې دي.ده د ټولنې له وګړو څخه غوښتي ،چې کتاب لوستل خپل فرهنګ وګرځوي او په دې برخه کې به هغوی خپلې هڅې ونه سپموي.د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بيهقي کتاب خپرولو رياست په استازيتوب مولوي محمد يحيی صلاح خبرې وکړې او ويې ويل، چې د هېواد په نورو ولايتونو کې به هم دا ډول پروګرامونه جوړ کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *