
د پل علم ښاروالۍ مسئولينو د تېر ۱۴۰۱ کال د کړنو، لاسته راوړنو، راټول شويو عوايدو او مصرف شوې بودجې راپور د يوې غونډې په ترڅ کې له ولس سره شريک کړ. د پل علم ښاروال مولوي محمد اسحق سعيد وويل؛ چې ۱۴۰۱ کال کې له بېلابېلو برخو څخه ۴۱ ميليونه افغانۍ راټول کړي او د ۸ لويو پروژو له جملې ۴ لويې پروژې پلې شوي او پاتې نورې به روان کال کې بشپړې کړي.سعيد له دولتي ادارو، ښاريانو او اصنافو څخه وغوښتل، چې د عوايدو د ټولولو، قرضونو د ورکړې او صفايي د ټکسونو د تحويلې برخه کې د پل علم ښاروالۍ سره پوره همکاري وکړي ترڅو په ۱۴۰۲ کال لپاره ۸۱ ميليونه ټارګېټ شوي عوايدو په راټولولو بريالي شي.
په دغه غونډه کې د ولايت مقام د دفتر رئيس مولوي ميرويس او د ولايت مقام سلاکار مفتي فضل الرحمن اديب په وارسره د پل علم ښاروالۍ له خدمتونو مننه وکړه او ډاډ يې ورکړ، چې پر يو شمېر ادارو باندې د ښاروالۍ پاتې قرضونو د راټولولو برخه کې به له هېڅ راز همکارۍ او ملاتړ ډډه ونه کړي.
په پاي کې د ښاروالۍ مسوولينو لخوا د غونډې د ګډونوالو يو شمېر پوښتنو ته هم ځوابونه وويل شول.