
په پکتيا، بلخ، لوګر او نورستان ولايتونو کې له ۲۴ زره ۴۸۶ بې وزلو کورنيو سره مرسته وشوه.د پکتيا په وزې ځدراڼ او مېرزکې ولسواليو کې پر ۳ زره ۹۰۰ بې وزلو کورنيو خوراکي توکي ووېشل شول.ورته مهال د بلخ په چهارکنت ولسوالۍ کې پر ۵۸۶ اړمنو کورنيو خوراکي توکي ووېشل شول، چې هرې کورنۍ ته ۶ قلمه خوراکي توکي ورکړل شول.همدارنګه د لوګر په بره کي برک، محمدآغې او څرخ ولسواليو کې له ۱۰ زره بې وزلو کورنيو سره مرسته وشوه، چې په کې هرې کورنۍ ته ۶ قلمه خوراکي توکي ورکړل شول.د نورستان په مرکز پارون او واما، کامدېش، برګمټال او وانت وايګل ولسواليو کې له ۱۰ زره کورنيو سره مرسته وشوه، چې په کې ۶ قلمه توکي شامل وو.