خبرونهروغتیا

پر کورونا باور وکړئ؛ نه پر شايعاتو

طبي پوهان، واکسين د بېلابېلو ناروغيو د شدت کموالي او مخنيوي په برخه کې د وقايې تر ټولو اساسي، ګټوره او اسانه لاره‌چاره بولي، خو په دې منځ کې يو شمېر خلک د طبي پوهانو د ټينګار باوجود هم، واکسين ته زړه نه‌ ښه کوي او د بېلابېلو دلايلو او پلمو له مخې يې ردوي.
د کابل ښار اوسېدونکي نوراحمد خو يو ګام مخته اخلي او وايي، لا په دې نه‌پوهېږي چې د کرونا او نور واکسينونه به ګټور وي او که نه، خو په خبره يې چې تر اوسه کرونا نه‌دي نيولي او هيله‌من دي چې ترې خوندي پاتې شي.
«زه تر اوسه کرونا نه‌يم نيولي او نه‌پوهېږم چې دا واکسين به ګټه ولري او که نه؟»
له کابل ورهاخوا بيا د ميدان وردګو ولايت اوسېدونکي فضل‌الرحيم مني چې د شايعاتو له کبله له واکسينو وېرېدلي دي، نو ځکه ورته زړه نه‌ښه کوي.
«اوازې وې چې خلک ډېر سخت حالت ته رسوي، ډېرې شديدې تبې کوي او ځينې کمزورۍ ورته پيدا کوي.»
د خوست ولايت اوسېدونکي ميوندخان بيا وايي، له ډېرو خلکو يې اورېدلي چې ګواکې واکسين د ګټې پر ځاي زيان پېښوي.«دوي وايي واکسين د بدن دفاعي سيستم له‌پاره مضر تمامېدلاي شي او ځينې خلک بيا د واکسينو ازمېښت ته هم د شک په سترګه ګوري او وايي چې سم نه‌دي ازمايل شوي او کېداي شي د بدن له‌پاره نور زيانونه هم واړوي.»
ټولنيزو رسنيو کې څه دي؟
که له دې راتېر شو د واکسينو په اړه ناسمې اوازې او څرګندونې په ټولنيزو رسنيو کې هم احساسېږي. يو شمېر کسانو د کليد له لوري د واکسينو عامه پوهاوي تر يو پوست لاندې تر ډېره هغه څه ليکلي چې د شايعاتو په توګه د خلکو ترمنځ د واکسينو په اړه لاس په لاس کېږي. محبوبه صديقي په نوم يوې کاروونکې ليکلي: «واکسين هېواد ته په معياري او صحي توګه نه رالېږدول کېږي او خپل خاصيت له لاسه ورکوي.» بل فيسبوک‌کاروونکي حبيب‌الله فياض وايي:«امريکا، اروپا او ځينو نورو غير اسلامي هېوادونه، له بې‌وزله اسلامي هېوادونو څخه خپل طبي او نظامي لابراتوارونه جوړ کړي.» جان‌محمد صفري بيا وايي: «د کرونا واکسين حافظه له منځه وړي او خلکو ته د هېرېدو ستونزه پيدا کوي.» محمدعلي رضايي ليکلي:«جنسي قوت څومره کموي، لږ تر لږه له ۶۰ تر ۷۰٪، آيا دا يو نه جبرانېدونکي زيان نه‌دي.» ديدار جهش بيا ليکلي:«ماته يې د حافظې، پښو، ملا، اعصابو، سترګو او نور تکليفونه پيدا کړل.»
خو واقعيت څه دي؟
شواهد ښيي، ډېري خلکو چې واکسين کارولي له اغېزو يې خوښ دي او وايي چې د وقايې اساسي لاره‌چاره ده.
د پايتخت کابل اوسېدونکي نورالله وايي، د کرونا له واکسينو وروسته بيا يا کرونا نه‌دي نيولي او يا دومره اسانه تېره شوې چې دي پرې نه‌دي پوهېدلي.
«کله چې د کرونا واکسين هېواد ته راغي ما وکړو، نو د الله ج فضل دي، کرونا نه‌يم نيولي او که يې نيولي هم يم، نو عادي به تېره شوې وي او زه پرې نه‌يم پوه شوي ځکه واکسين مې کړي وو.»
احسان‌الله چې بيا خپلې ټولې کورنۍ ته واکسين کړي، وايي چې د کرونا مخه يې په خپل کور کې چورلټ نيولې او د تېر په څېر ترې په عذاب شوې نه‌دي او تر واکسينو وروسته يې په کورنۍ کې هېڅ مثبت پېښه نه‌ده ثبت شوې.
دغه هېوادوال، همداراز له نورو غواړي چې د کرونا واکسينو ترڅنګ نور اړين واکسينونه هم وکړي او په تېره بيا ماشومان د پوليو او شري له واکسين څخه بې‌برخي نه‌کړي.
«موږ خپلو ماشومانو ته د شري او ګوزڼ واکسينونه ورکړي او د کورنۍ لويانو مو د کرونا واکسين کړي دي، نو د الله ج په فضل موږ له واکسينو وروسته د يادو ناروغيو کومه ناوړه پېښه په کورنۍ کې نه‌لرو.»
څه وکړو؟
د دې ټولو باوجود، ډاکټران له خلکو غواړي چې له شايعاتو واټڼ واخلي او د واکسينو حقيقت درک کړي.
د داخله ناروغيو متخصص ډاکټر کليم‌الله ارشد رحيمي وايي چې د واکسينو اغېزناکي د روغتيا نړيوال سازمان او نورو نړيوالو ادارو تاييد او خلکو تجربه کړې او داسې هېڅ نه‌تر سترګو کېږي چې بيا هم د شايعاتو ښکار شو.
«د روغتيا نړيوال سازمان وايي، که خلکو واکسين نه‌واي کړي، په يوه کال کې به ۱۵ ميليونه خلک د کرونا له کبله مړه شوي وو.»
رحيمي زياتوي، که څه هم واکسين سل په سله د ځينو ناروغيو مخنيوي نه‌کوي، خو په خبره يې د بدن مقاومت په کافي اندازه زياتوي چې له کبله يې د ناروغۍ شدت راکمېږي او اسانه تېرېږي.
«هر واکسين د انسانانو له‌پاره ګټور دي، په ځانګړې توګه کرونا واکسين د هغو کسانو له‌پاره اړين دي چې عمر يې لوړ وي، د مېرمنو له‌پاره، د هغو کسانو له‌پاره چې له وړاندې د شکرې، فشار، چاغوالي، سرطان او داسې نورې ناروغۍ لري، ډېر اړين دي.»
اسانه‌ وقايه
بل لور ته د داخله ناروغيو مختصص ډاکټر محمد يوسف طيب بيا وايي چې واکسين د ځان او کورنۍ او بالاخره د ټولنې خوندي‌کولو او وقايې اساسي لاره چاره ده او هر څوک چې ورسره بې‌پامي وکړي، ځان، کورنۍ او ټولنه له خطر سره مخ کوي.
«ټولو هېوادوالو ته زما توصيه دا ده چې واکسين يو روغتيايي تجويز دي چې په تطبيق سره يې کولاي شو د ناروغۍ په مقابل کې زموږ د بدن معافيت او يا دفاعي سيستم لوړ شي او په نتيجه کې يې بچ پاتې شو، نو موږ بايد په خپله هم واکسين وکړو او د خپل کلي او ولس خلک هم واکسينو ته وهڅوو.»
يوازنۍ لاره
له دې سره هم‌مهاله ډاکټر عبدالستار زرداد وايي چې واکسين له بېلابېلو ساري او وژونکو ناروغيو سره د مبارزې يوازينۍ لاره ده او دا د هېوادوالو او ولسونو ملي او ديني وجيبه ده چې د ځان، کورنۍ او خپلې ټولنې د خوندي کولو له‌پاره لاس په کار شي.
« په نړۍ کې ډېري داسې ناروغۍ شته چې هغه کومه ځانګړې درملنه نه‌لري او که يې لري هم، هغه ډېره سخته ګران‌بيه ده، لکه کرونا، ايبولا او نورې، نړۍ د دغو ناروغيو مخنيوي لپاره واکسين جوړ کړل، موږ چې کله يو شخص ته د يوې ناروغۍ واکسين کوو، هغه شخص د هماغه واکسينو په مقابل کې معافيت حاصلوي چې بيا کله په همدغه انتان اخته کېږي، يا هېڅ نه ناروغېږي او يا که ناروغ هم شي، ناروغي يې ډېره خفيفه وي او سخت پړاوو ته نه ځي.»
د يادولو وړ ده چې په ۱۳۹۸لمريز کال کې چې په افغانستان کې د کرونا لومړنۍ پېښه ثبت شوه، بيا تر ننه نږدې ۲۰۰زره کسان پرې اخته شوي، شاوخوا ۸زره ترې وژل شوي او نږدې ۱۲نيم مليونه وګړو واکسين کړي او همدا اوس اوس د هېواد په ۱۷ولايتونو کې د بوسټر دوز يا کرونا تقويتي واکسينو د تطبيق بهير روان دي چې شاوخوا دوه‌نيم مليونه وګړي به وپوښل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *