خبرونهنړۍ

پر زمان پارک تېري کوونکو ته د عمران خان کوتځنډنه

د پاکستان پخواني لومړي وزير او د ياد هيواد حکومت د ستر مخالف ګوند “تحريک انصاف” مشر عمران خان په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې حکومت يې نيول نه بلکې وژل غواړي.نوموړي چې لاهور کې يې يوې خبرې ناستې ته خبرې کولې پر حکومت تور لګولي چې په زمان پارک کې یې د ده پر کور د محکمې له حکم پرته حمله کړې ده او هلته يې ښځې او ماشومان وهلي او ترهولي دي.عمران خان د واکمن مسلم ليک “ن” ګوند مرستيالې مشرې مريم نواز او د کورنيو چارو وزير “رانا ثناءالله” ته خبرداري ورکړي چې د دغې کړنې به درنه بيه پرې کړي او چمتو ده چې ستره محکمه کې پرې عريضه وکړي.نوموړي د خبريالانو د پوښتنو په ځواب کې ويلي، چې وړمه ورځ يې ځکه پلازمينه اسلام آباد کې د محکمې ودانې ته له ننوتلو ډډه وکړه چې د ده په خبره که له موټر څخه ښکته شوي واي نو ځينو کسانو يې د وژلو هڅه کوله.د ويلو ده چې په عمران خان بيلا بيل تورونه لګيدلي، حکومت يې درې ځله د نيولو هڅه کړې ده؛ خو د نوموړي د پلويانو د سخت مقاومت له امله يې په نيولو نه دي بريالي شوي او اوس يې محکمې د روانې مياشتې تر ۳۰ مې نيټې د نيولو حکم ځنډولي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *