خبرونهنړۍ

پر رفح ښار د اسرائيلي بريدونو دوام؛  

ګڼو ملکيانو ته مرګژوبله اوښتې

د راپورونو پر اساس د غزې تړانګې پر سوېل رفح ښار او مرکزي برخو د صهيونيستي رژيم له لوري هوايي بريدونه روان دي، چې ګڼ شمېر عامو وګړو ته مرګ ژوبله پکې اوښتې.ويل کېږي، چې شاوخوا يو نيم ميليون فلسطينيانو غزه کې د اسرائيلي بريدونو له امله په رفح ښار کې پناه اخيستې.د دې بريدونو پر دوام ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې اندېښنه څرګنده کړې او امريکا اسرائيلو ته خبرداری ورکړی، چې پر رفح ښار بريدونه به يو ناورين وي.مرستندوي بنسټونه هم وايي، چې د ښار د ټولو اوسېدونکو ايستل ناممکن دي.رفح ښار کې ډېر هغه کډوال اوسېږي، چې د غزې له نورو سيمو د جګړې له امله کډه شوي او په خيمو کې ژوند کوي.له دې خبرداريو سره سره اسرائيلو پر رفح ښار خپلو بريدونو ته دوام ورکړی او په يوه شپه کې له سلو شهيدو شويو فلسطينيانو اته يې يوازې په رفح ښار کې دي.د فلسطين د سرې مياشتې ټولنه وايي، چې د صهيونيستي رژيم په هوايي بريدونو کې درې ماشومان هم شهيدان شوي دي.د فلسطين د روغتيا وزارت وايي، چې پر غزه د صهيونيستي رژيم د بريدونو له پيله تر اوسه نږدې ۲۸ زره فلسطينيان شهيدان او ۶۷ زره نور ټپيان شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *