
د راپورونو له مخې، د اوکراين د دنیپرو- پیټروفسک والي والینتین ریزنیچینکو نن په ټیلګرام کې لیکلي، چې په ختیځ ښار دنیپرو کې پر یوه اپارتمان په پرونۍ حمله د وژل شویو شمېر ۲۰ ته او د ټپیانو ۷۳ ته لاړ شوی دی.
د دنیپرو محلي ښاري شورا ویلي، چې د شپږو ماشومانو په ګډون ۳۸ نور کسان ژغورل شوي دي.
دا تازه حملې په دنیپرو کې پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته تر ټولو ناوړه حمله بلل شوې او په دې ښار کې درې ورځنی ملي ماتم اعلان شوی دی.
د اوکراین پوځ نن یکشنبه راپور ورکړی، چې روسیې پرون درې هوايي حملې، ۵۷ د میزاییلو او ۶۹ د ثقیله توغندیو حملې کړي دي.
دا پېښه داسې وخت کېږي چې بریتانیا د لومړي غربي هېواد په توګه اوکراین ته د ثقیله ټانکونو د ورکولو ژمنه وکړه.
که څه هم د جمعې په ورځ روسيې ادعا کړې وه، چې تر اوږدې جګړې وروسته يې د سوليدار ښار نيولی، خو د اوکراين حکومت د شنبې په ورځ ټينګار وکړ چې په سولیدار سیمه کې پیل شوې جګړه لا هم روانه ده.