افغانستانخبرونه

پروان کې ۱۵ميليونو افغانيو په لګښت د څښاک اوبو دوې شبکې جوړې شوې

د پروان د کليو، بيارغونې او پراختيا رياست مسئولين وايي، چې په دغه ولايت کې د يونيسف موسسې په مالي ملاتړ د ۱۵ ميليونو ۶۶۲ زره افغانيو په لګښت د څښاک اوبو دوې شبکې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.د يادو شبکو د پرانيستلو پرمهال د دغه ولايت د کليو، بيارغونې او پراختيا رئيس ملا عبدالصمد صادق وويل، چې لومړۍ شبکه د ۵۶ زره مترو په اوږدوالي سره د لولنچ کلي په ۵۰ بستريز روغتيايي مرکز کې پلې شوې، چې په ياده شبکه کې د ۱۰۰ مترو په ژوروالي يوه څاه، ۱۵۰۰ لټېره زېرمه او د ۴۸ کورنيو لپاره کور په کور د شبکې جوړول شامل دي، چې پر مټ يې ۱۴۰ کورنۍ، روغتون او يوه ښوونځي ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.د نوموړي په خبره، دوهمه شبکه د ۷ زره مترو په اوږدوالي د شنګريان په روغتيايي مرکز کې پلې شوې، چې په کې ۲ زره لېټره زېرمه، د سپټيک څاه کيندل، د کثافت داني جوړول، د ۶۰ شيردهنونو نښلول، ۴ عصري تشنابونه، د چينې ساختمان او د ۳۰ متره استنادي دېوال جوړول شامل دي، چې پر مټ به يې ۱۰۰ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو څخه برخمنې شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *