افغانستانخبرونه

پروان کې سوداګرو ته ۵۵۰ جريبه ځمکه وېشل شوې

په پروان ولايت کې سيمه ييز مسئولين په دې ولايت کې د پانګونې  زمينې د برابرولو ډاډ ورکوي او وايي چې په ۲۷۰۰ جريبه ځمکه کې درې صنعتي پارکونه شتون لري چې له دې جملې څخه ۵۵۰ جريبه ځمکه د باريکاب په صنعتي برخه کې سوداګرو ته ويشل شوې ده.د پروان ولايت باريکاب صنعتي ښارګوټي چې په دوه زره جريبه ځمکه کې جوړ شوی، اوسمهال په ټول پروان ولايت کې ۳۰ لوی او واړه توليدي شرکتونه فعاليت لري. د ملي تلوېزيون د خبر له مخې، صنعتکاران په دغه ښارګوټي کې له فعاليتونو او آسانتياوو څخه خوښ دي او د خپلو کارونو د ښه والي په اړه خبرې کوي. د سيستان کوه او ميهن د معدني اوبو د توليد شرکت مسئولين وايي: دوی هره ورځ شاوخوا ۶۰ ټنه لوبيا، جوار او جام توليدوي او په نږدې راتلونکي کې به د مشروباتو توليد پيل کړي،  خو د پروان ولايت چارواکي په دې ولايت کې د پانګونې لپاره د فعاليت د دوام ډاډ ورکوي او وايي، چې په ۲۷۰۰ جريبه ځمکه کې درې صنعتي پارکونه شته چې له دې جملې څخه ۵۵۰ جريبه ځمکه د باريکاب صنعتي پارکونو کې وېشل شوې ده.  ويل کېږي، چې په پروان ولايت کې درې لوي صنعتي پارکونه، چې په کې د باريکاب صنعتي پارک، د سنجد درې صنعتي پارک او د تيندرې صنعتي پارک شامل دي، چې څه باندې ۲۷۰۰ جريبه ځمکه لری، د پانګوالو او غوښتونکو لپاره د وېش لپاره چمتو دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *