
د پاکستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره په افغان پلازمینه کابل کې د تیرې ورځې ترهګریز برید په کلکو ټکو غندلی دی.
د خبر پاڼې له مخې پاکستان دغه وحشیانه تروریستي برید په کلکه غندي چې پرون په کابل کې ترسره شو چې په پایله کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د پاکستان حکومت او خلک د وژل شویو کسانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي.
اعلامیه کې راغلي: موږ له خپلو افغان وروڼو او خویندو سره د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې څنګ په څنګ ولاړ یو.
دا په داسې حال کې ده چې پرون مازدیګر ناوخته پلازمینې کابل کې د بهرنیو چارو وزارت سره مخامخ درنه چاودنه وشوه چې له امله یې د حکومتي چارواکو په خبره ۵ تنه مړه او لسګونه نور ټپیان شول.
د ویلو ده چې د تېر په څېر د دغې وحشیانه حملې مسؤلیت هم داعش وسله والې ډلې منلی دی.