
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په اروپايي هېوادونو کې خپلو سفارتونو او قونسلګريو ته لارښوونه کړې چې تر بل حکمه پورې دې افغانانو ته ويزې نه ورکوي. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په دې اړه يو مکتوب په ټولنيزو شبکو کې ښکته پورته کېږي ،چې د ۲۰۲۳ م کال د فبرورۍ په ۸مه ليکل شوی، خو په دې مکتوب کې د دغه کار لامل نه دی په ډاګه شوی. بلخوا ځينو پاکستانيو رسنيو خبر ورکړی، چې د بهرنيو چارو وزارت دغه اقدام وروسته له هغه کړی، چې په سويډن کې د پاکستان سفارت شاوخوا ۱۶۰۰ افغانانو ته د هغوی په جعلي اسنادو ويزې ورکړې دي. د پاکستان ټوډې ورځپاڼې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د چارواکو په حواله خبر ورکړی ،چې د يادې قضيې په اړه يې پراخې پلټنې پيل کړې دي. دغه راز د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت اړوندو سفارتونو ته سپارښتنه کړې، چې ورکړل شوې ويزې بېرته راټولې او باطلې اعلان کړي.