
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې ((ممتاز بلوچ)) د افغانستان د سولې په چارو کې د امريکا د متحده ايالتونو د پخواني ځانګړي استازي زلمي خليلزاد څرګندونو ته په ځواب کې ويلي، چې پاکستان له هغو ننګونو سره د مقابلې کولو لپاره، چې ورسره مخ دی، د چا ناغوښتل شوې مشورې ته اړتيا نه لري.زلمي خليلزاد د پاکستان د پخواني لومړي وزير د نيولو لپاره د پاکستاني پوليسو اقدام ((پر ناسم لوري)) يو ګام بللی و او له اوسني کړکېچ څخه د وتلو لپاره يې د ټولټاکنو د کېدو غوښتنه کړې وه.ده پرله پسې ټوېټونو کې ليکلي وو، چې پاکستان اوس مهال د سياست، اقتصاد او امنيت له درېوو کړکېچونو سره مخ دی او د عمران خان نيونه يوازې دا کړکېچ ژورولای شي.د ياد هيواد د بهرنيو چارو وزارت د وياندې ممتاز بلوچ وينا ده، چې پاکستان له شته ننګونو سره د مقابلې کولو لپاره د چا ناغوښتل شوې مشورې ته اړتيا نه لري.
بلوچ ويلي: پاکستان به د يوه مبارزه کوونکي ملت په توګه له اوسنيو سختو شرايطو په پياوړې توګه راووځي. دا په داسې حال کې ده چې پر پخواني وزير اعظم عمران خان باندې يوې ښځينه قاضۍ ته د ګواښ کولو په مقدمه کې د نيولو امر شوی، خو اوس دا امر د مارچ تر ۲۰ مې نيټې ځنډول شوی دی.