
سږ کال د پاکستان د وارداتو په پرتله د افغانستان صادرات زيات شوي دي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو پر بنسټ په تېرو لسو مياشتو کې افغانستان له پاکستانه د ۹۴۰ ميليونه ډالرو په ارزښت توکي وارد کړي دي. هاخوا د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر وايي، چې د کورنيو توليداتو د زياتوالي له امله افغانستان ته د پاکستاني توکو واردات کم شوي دي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مديره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي، چې له پاکستانه د وارداتو په کمولو سره په دې هڅه کې دی، چې اړين توکي د منځنۍ آسيا له لارې هېواد ته وارد شي. د هېواد سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې، له پاکستان سره د افغانستان صادرات او واردات نږدې درې ميليارده ډالرو ته رسېدل، چې اوس دغه اندازه کمه شوې ده.