افغانستانخبرونه

پانګونې ته د يوې چينايۍ کورنۍ هڅې

يوه چينايي کورنۍ چې په کندهار کې ژوند کوي، وايي: کوښښ کوي چې په ‌دې ولايت کې خلک کوچنۍ پانګونې ته وهڅوي.د سن فای درې کسيزه کورنۍ، چې اسلام يې منلی او له څلورو کلونو راهيسې په کندهار کې اوسېږي، د يو شمېر نورو چينايي پانګه‌والو په مرسته يې په ‌دې ولايت کې يو شمېر بېوزلو کورنيو ته د وړو کاروبارونو زمينه برابره کړې ده.دغه کورنۍ چې په سوداګرۍ بوخته ده، تر څنګ يې د نورو چينايي پانګه‌والو په مرسته د کندهار له يو شمېر بېوزلو کورنيو سره د وړو کاربارونو په برابرولو کې هم مرسته کوي او غواړي له دې لارې بېوزله کورنۍ وپوهوي، چې څنګه کولای شي واړه کاروبارونه په لويو سوداګريو بدل او پر خپل ځان بسيا شي.چينايي پانګه‌وال سن فای وايي: (( زما مشوره داده ،چې هر کاروبار بايد له واړه شي پيل شي، لس يا شل کاله به په لوی بدل شي. دا فکر مه کوئ، چې په يوه ورځ يا يوه مياشت کې به بريالي شئ.))د سن فای مېرمن جوېليا زياتوي: (( زه د خپل خاوند مرستياله يم، په کور کې کار کوم، په چين کې د يو شمېر توليدي شرکتونو له استازو سره همغږي کوم او همدا راز د يوې کمپنۍ او زما د کورنۍ مالي چارې پر مخ وړم.))د کندهار اوسېدونکی سردار اغا په ‌دې اړه وايي: ((له دې بېوزلو خلکو سره له پنځه زرو تر لس زرو افغانيو پورې داسې يو ابتدائي کاروبار په کار دی چې ژوند يې برابر شي.))ويل کېږي چې دې چينايي کورنۍ د کوچنيو سوداګريو د لارو چارو ښوونې سربېره، په کندهار کې لسګونو کورنيو سره د چرګانو د فارمونو د جوړولو په برخه کې مرسته کړې، ترڅو وکولای شي له دې لارې د خپلو کورنيو لګښتونه پوره کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *