
د امريکا د بهرنيو چارو پخواني وزير مايک پامپيو له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه ويلي: واشنګټن د ميلياردونو ډالرو په ارزښت پوځي وسلې په افغانستان کې پرېښودې ،چې دا يوه تېروتنه وه. پامپيو له فاکس نيوز سره په خبرو کې زياته کړې، د جو بايډن له دې پرېکړې سره امريکا په ټوله نړۍ کې خپل ځواک وبايله. نوموړي زياته کړې ،چې د امريکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم له افغانستانه د وتلو غوښتونکی و، خو په وينا يې: دوی غوښتل چې د خپل هېواد د سرتېرو او هغو خدمتونو ته ،چې په افغانستان کې يې په دوو لسيزو کې تر سره کړي، درناوي وشي.