
د امريکا پخواني ولسمشر ((ډونلډ ټرمپ)) چې د امريکا د ۲۰۲۴م کال ولسمشريزو ټاکنو ته خپل کمپاينونه پيلوي، په يوه ټاکنيزه وينا کې يې يو ځل بيا له افغانستانه د امريکايي ځواکونو پر وتلو نيوکه کړې او ويلي يې دي، چې د ميلياردونو ډالرو په ارزښت د امريکا نوې او پرمختللې وسلې لکه د شپې ليد کيمرې د طالبانو لاس ته ورغلي، چې په دوی کې يې د شپې جګړې توان پيدا کړی دی.ښاغلي ټرمپ چې کابو دوې مياشتې وړاندې د راتلونکو ټاکنو لپاره د کانديدېدو پرېکړه کړې وه، د شنبې په ورځ يې په خپله وينا کې ومنله چې ((طالبان)) ښه جنګيالي دي؛خو هېڅکله يې د شپې له خوا د جګړې توان نه درلود ،خو اوس يې لري، ځکه چې دوی دا ډول پر مختللي دوربينونه نه درلودل. د شپې ليد کيمرې موږ په زرګونو لرلې ،چې له موږ ورته پاتې شوې، چې اوس يې دوی (( طالبانو)) ته په شپه کې د جګړې کولو صلاحيت ورکړ. د ويلو ده، چې د امريکا د دفاع وزارت د ارزونې له مخې د افغانستان د پخواني حکومت د امنيتي ځواکونو د شاوخوا اتو ميلياردو ډالرو په ارزښت پرمختللې وسلې او نور ډول ډول پوځي تجهيزات د طالبانو لاس ته لوېدلي دي.