افغانستانخبرونه

ټانکره بې کيفيته تېل بېرته ايران ته مسترد شول

د سټنډرډ ملي ادارې ايران هېواد ته د ۲۲ ټانکره بې کيفيته تېلو د بېرته مستردولو خبر ورکړی دی.يادې ادارې د پنجشنبه په ورځ د خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د هرات په اسلام قلعه بندر کې يې ۲۲ ټانکره بې کيفيته تيل (ډيزل او پټرول) چې د دې ادارې له سټنډرډونو سره يې مطابقت نه درلود، بېرته ايران هېواد ته مسترد کړل.خبرپاڼه زياتوي، چې په دې وروستيو کې سټنډرډ ملي ادارې په خورا جديت د بې کيفيته تېلو د واردولو د مخنيوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي. يادې ادارې له ټولو سوداګرو څخه غوښتنه کړې، چې هېواد ته با کيفيته توکي وارد کړي، کنه نو له ورته قانوني چلند سره به مخ شي.د يادونې وړ ده، چې يادې ادارې له دې وړانډې هم هېواد ته د لسګونه ټانکره بې کيفيته نفتي توکو د واردېدو مخنيوی کړی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *