افغانستانخبرونه

يو چينايي شرکت غواړي د برښنا انرژۍ د توليد په برخه کې پانګونه وکړي

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطيف منصور د چين د ((چيندو)) شرکت او د هريرود ودانيز شرکت له استازو سره وکتل.د اوبو او انرژۍ وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې، د يادو شرکتونو استازو په افغانستان کې د برښنا انرژۍ د توليد په پروژو کې د پانګونې لپاره لېوالتيا ښودلې ده.د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د شرکتونو د پانګونې د لېوالتيا ستاينه کړې او د وزارت تخنيکي ټيم ته يې دنده سپارلې چې د دغو شرکتونو له تخنيکي ټيم سره په ګډه د لمريزې برښنا د توليد د پانګونې چارې ژر تر ژره پيل کړي. منصور همدا رنګه، د پانګونې د چارو پر چټکتيا او د عملي چارو پر پيل ټينګار کړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *