افغانستانخبرونه

 يو ملي سوداګر د سيروم جوړولو کارخونه جوړه کړې

افغان صنعت په تېرو شلو کلونو کې د پام وړ وده کړې او په سلګونو برخو کې کورني توليدات پر ځان بسيا شوي دي.يو له دې توليداتو درمل دي، چې سلګونه ډوله په کور دننه تولېدېږي.د پلچرخي په صنعتي پارک کې يوه ملي سوداګر د ۲۵ ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت د سيرومو کارخونه جوړه کړې، چې ۲۵ ډوله سيروم توليدوي.د يادې کارخونې مسئولين وايي، چې دلته د توليد شوي سيروم کيفيت د سيمې او ګاونډ له هېوادونو لوړ او په نړيوالو معيارونو برابر دي او په کور دننه د سيرومو اړتيا پوره کولاي شي.دغه‌راز له حکومته يې غوښتي، چې د کورني توليد په پرمختګ کې دې لا هڅې وکړي.د لابراتوار برخې مسئولين يې وايي: مخکې له توليد څخه د سيروم په موادو بېلابېل طبيعي ټيسټونه ترسره کوي او له کيفيت او ښه‌والي يې ځان ډاډه کوي.په دې کارخونه کې ۴۰۰ ځوانانو ته د کار زمينه برابره شوې ده.د کورنيو درملو د توليد ټولنې د معلوماتو له مخې، اوس مهال په هېواد کې ۷۵ د درملو د توليد کارخونې فعاليت کوي، چې ۹۵۰ ډوله درمل توليدوي او د بازار ۲۵ سلنه اړتيا پوره کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *