افغانستانخبرونه

يو شمېر هيوادوال د پاکستان وېزې په اخيستلو کې له ستونزو شکايت کوي

يو شمېر هېوادوال د پاکستان ويزې د غوښتنې پر مهال د رد ځواب پر ترلاسه کولو نيوکې لري.دوی وايي: د پاکستان ويزې د اخيستلو په برخه کې له ننګونو سره مخ دي او په مياشتو مياشتو په تمه پاتې کېدو سره د دې هېواد د ويزې په ترلاسه کولو نه بريالي کېږي.پاکستان يو له هغو هېوادونو دی، چې ګڼ افغانان د بېلابېلو علتونو په ځانګړې توګه د خپلو ناروغانو د درملنې لپاره ورته سفر کوي.عبدالرزاق وايي، چې مېرمن يې پر سرطان اخته ده او يو ځل پر دې بريالی شوی، چې د ټوکن په اخيستلو سره خپله مېرمن د درملنې لپاره پاکستان ته بوزي، خو اوس څلوېښت ورځې کېږي، چې د پاکستان د وېزې غوښتنليک يې سپارلي، خو ويزه نه ده ورکړ شوې، دی خپلې ستونزې داسې بيانوي.د پاکستان د وېزې غوښتونکي، عبدالرزاق وايي:  (( له دې سره سره، چې د ناروغانو لپاره ويزې ورکول کېږي، موږ بايد واکسين هم وکړو. اوس دا چېرته واستوو، چې ښځه هم ده.))يو شمېر نور هېوادوال هم له حکومته غواړي ،چې په کابل کې د دغه هېواد له سفارت سره د پاکستان د ويزې د ستونزې د حل لپاره اغېزناکې خبرې وکړي.د پاکستان د وېزې غوښتونکي، افضل وايي:  (( موږ غوښتنه کړې او کاش چې ويزه را ووځي او د درملنې په موخه پاکستان ته ولاړ شو، خو څومره بايد صبر وکړو؟ ۶ مياشتې که يو کال؟.))ويس الدين له ديارلس کلونو راهيسې په کابل کې د پاکستان د وېزې د غوښتونکو لپاره د وېزې اخيستنې يو دفتر جوړ کړی دی.دی وايي چې اوس د پاکستان د وېزې ډېری غوښتنې ردېږي او دا کار د سياحتي شرکتونو د ځوړ او د تور بازار د غوړېدو لامل شوی دی.د سياحتي شرکت مسئول، ويس الدين وايي: (( مخکې به مو د ويزې لپاره ثبت کاوه، له ۴ تر لسو ورځو به يې وخت نيوه، اوس له يوې تر يوې نيمې مياشتې وخت نيسي.))د يوه بل سياحتي شرکت مسئول، عبدالصمد هم  وايي:  (( تور بازار زموږ کار و بار خراب کړی دی. سفارت ناروغانو او ځوانانو ته ويزې نه ورکوي.))په دې راپور کې هڅه شوې ،خو پر دې بريالي شوې نه دي ،چې د پاکستان له لوري د هېوادوالو د وېزې د غوښتنې د ردېدو په تړاو په کابل کې د پاکستان د سفارت نظر ترلاسه کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *