افغانستانخبرونه

يو سوداګر د تښتوونکو له منګولو آزاد شو

د استخباراتو عمومي رياست خبر ورکړی، چې ځواکونو يې وړمه ورځ د کابل ښار په ۱۷مه حوزه کې د انسان تښتوونکو پر مرکز عمليات کړي،چې په پايله کې يې درې انسان تښتوونکي وژلي دي.له ياد رياسته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ،چې په ترسره شويو عملياتو کې يو انسان تښتونکی ژوندی نيول شوی دی.د سرچينې د معلوماتو له مخې: د استخباراتو ځواکونو د عين الدين په نامه يو کس هم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی او خپلې کورنۍ ته يې سپارلی دی.ياد کس شاوخوا دری مياشتې وړاندې تښتول شوی و، چې تښتوونکو يې د خوشي کېدو په بدل کې د ياد کس له کورنۍ د يو ميليون ډالرو غوښتنه کوله.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *