افغانستانخبرونه

د لوګر په صنعتي پارک کې د وسپنې ويلې کولو ستره فابريکه جوړېږي

په لوګر کې يو خصوصي شرکت په پام کې لري، چې په لومړي ځل د دې ولايت په صنعتي پارک کې د ۲۰ ميليونه ډالرو په ارزښت د وسپنې ويلې کولو پر فابريکه پانګونه وکړي، چې زرو کسانو ته به په‌کې دايمي کارموندنه وشي.د لوګر صنعتي پارک چې په محمداغې ولسوالۍ کې له کابل سره په پنځلس کيلومترۍ کې جوړ شوی، پنځه سوه جرېبه مساحت لري او له مخکې په‌کې د فابريکو او کارخانو د جوړولو لپاره څه نا څه آسانتياوې برابرې شوي دي.چارواکي له نورو پانګه‌والو هم غواړي، چې د دې ځای مناسبو شرايطو ته په کتو دې پانګونه وکړي.د لوګر د صنعت او سوداګري آمر محمد سرور حقاني رسنيو ته ويلي: (( ډېرو شرکتونو مراجعه کړې ، دوی غواړي په دې ځای کې ورته ځمکې ورکړل شي، چې له دې جملې يو هم د رحيم ګرديزي شرکت دی، چې دلته يې دېرش جرېبه ځمکه انتخاب کړې ده، دوی دلته شل ميليونه ډالره پانګونه کوي او زرو کسانو ته د کار زمينه برابريږي، دا پارک زموږ د سوداګرو او پانګه‌والو لپاره يوه ښه لاس ته راوړنه ده.))بل لوري ته ځايي خلک دا کار ستايي او له اسلامي امارت، نړيوالو بنسټونو او پانګه‌والو غواړي، چې دځوانانو لپاره کاري فرصتونه ډېر کړي.د لوګر ولايت د محمداغې ولسوالۍ اوسېدونکي امين الله وايي: (( موږ د دې پارک جوړولو ته خوشحاله يو، کار به پيدا شي، دځوانانو وزګارتيا به ختمه شي، همدا اوس موږ ټول بې‌کاره يو، هېڅ کار نه‌شته، په دې سره به سيمه ښکلې او آباده شي، موږ غواړو چې دا کار ژر وشي او دا پارک فعال شي.))د لوګر يو بل اوسېدونکي اصيل خان احمدزی وايي: افغان دولت بايد بيارغونې او دخلکو لپاره د کارموندنې برخې ته ډېره پاملرنه وکړي.دی وايي: د مس عينک په شان لوي کانونه بايد استخراج شي، تر څو له يوې خوا خلکو ته اوږدمهاله کارموندنه وشي او بل لوري ته د خلکو او حکومت اقتصاد پياوړي شي.اصيل خان وايي: ډېر ځوانان د بې‌کارۍ له لاسه وطن پرېښودو ته اړېږي او مسافرتونو ته ملاوې تړي.بل لوري ته د لوګر ځايي چارواکي وايي: د دې ولايت په صنعتي پارک کې يې ډېری آسانتياوې برابرې کړي او دوی به د پانګه‌والو غوښتنو ته په کتو نورې اړينې آسانتياوې هم برابروي.د لوګر د محمداغې ولسوال مولوي ميرهاشم حزب الله وويل: (( په پارک کې پانګه‌والو ته پوره آسانتياوې شته، له دوی مو هيله داده ،چې د صنعت او کرنې په برخه کې پانګونه وکړي، د افغانانو اقتصادي لاس‌نيوی وکړي اوله موږ سره د هېواد په آبادولو کې اوږه په اوږه برخه واخلي.))که څه هم د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې نږدې اته کاله مخکې دا سيمه د صنعتي پارک لپاره ځانګړې شوې وه او څه نا څه کارونه هم په‌کې شوي وو، خو د جګړو له کبله په کې پانګه‌والو پانګونې ته زړه نه‌شو ښه کولای.د لوګر په امتداد پراتو په پکتيا او خوست ولايتونو کې هم صنعتي پارکونو ته ځمکې ځانګړې شوي او پانګه‌وال يې په پرله‌پسې توګه د فعالېدو غوښتنه کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *