افغانستانخبرونه

يو اېټالوي پانګوال د افغانستان د ډبرو په کانونو کې پانګونه کوي

د اسلامي امارت د کانونو او پټروليم وزارت مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د دې وزارت سرپرست شهاب الدين دلاور د اېټالوي پانګوال پيرو بتهن د ډبرو ماهر او د طبيعي ډبرو قراردادي سټون نيچرل شرکت مشر سره وکتل.په دې ناسته کې د اسلامي امارت د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست د افغانستان په کانونو کې د پانګونې د فرصتونو او آسانتياوو په اړه معلومات وړاندې کړل.د اېټاليا پانګه وال پيرو بتهن د بهرنيو پانګوالو لپاره د افغانستان په کانونو کې د پانګونې په برخه کې د رامنځته شويو فرصتونو او آسانتياوو د هرکلي په ترڅ کې وويل، چې د رخام، تراورتين او مرمر ډبرو په کانونو کې پانګونې ته چمتو دى.د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست شهاب الدين دلاور په دې برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه. بايد وويل شي، چې افغانستان د قيمتي او نيمه قيمتي او د زينتي ډبرو کانونه لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *