افغانستانخبرونه

يوې بغلانۍ مېرمنې نجونو ته د کار آسانتياوې برابرې کړي

په بغلان کې يوې سوداګرې مېرمنې د دغه ولايت په مرکز پلخمري ښار کې هوټل جوړ کړی او له ۱۰ نجونو ته يې د کار آسانتياوې برابرې کړې دي.د دغه هوټل مسئوله زرغونه عظيمي وايي: که ښځو ته کاري بستر هوار شي، دا غواړي چې ډېرو ښځو ته کاري موکې برابرې کړي.هغه له اسلامي امارته غواړي ،چې له مېرمنو سره د شريعت په چوکاټ کې مرسته وکړي او هغوی ته د اسلامي اصولو او افغانې ارزښتونو مطابق د کار اجازه ورکړي، چې په ډاډه زړه دغه هوټل ته ورشي.په همدې حال کې يوشمېر نجونې چې دغه هوټل کې کار کوي، د کار موندلو په اړه د خوښۍ ښودلو ترڅنګ، له اسلامي امارته غواړي چې نجونو ته د زده‌کړو آسانتياوې هم برابرې کړي.مريم صادقي چې زده‌کوونکې ده او اوس دغه هوټل کې کار کوي، وايي: (( نږدې دوه مياشتې کېږي چې موږ دلته کار کوو. هغه پيسې چې اخلو، کورنۍ سره مو څه ‌ناڅه مرسته کېږي. موږ غواړو ،چې د ښوونځيو دروازې مو پرانيستل شي، څو خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړلی شو.))يوه بله زده‌کوونکې او د ياد هوټل کارګره زينب شريفي وايي: ((کور کې ځای نه لرو او دلته ډوډۍ پخوو. له ګازرو، روميانو او کډو نه چکني، اچار، مُربا او روب جوړوو.)) بله‌خوا د دغه هوټل يوشمېر پېرودونکې وايي: دا چې د هوټل ټولې کارکوونکې نجونې دي، دوی خوښې دي او کولای شي په آزادانه ډول د ډوډۍ فرمايش ورکړي.يوه پېرودونکې زهره عبادي وايي: ((زه د ښوونځي زده‌کوونکې يم. دلته خياطي ده او زه په‌کې کار کوم. دلته ټولې ښځې دي،چې موږ کولای شوو په آزاده توګه ډوډۍ وپېرو او وخورو، د دې پر ځای چې د باندې يې له نارينه‌وو وپېرو.))

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *