افغانستانخبرونه

يونسکو په افغانستان کې د تاريخي آبداتو بيا رغونې ته چمتووالی ښودلی

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال عتيق الله عزيزي په افغانستان کې د يونسکو سازمان له فرهنګي مسئول برايډن او مل پلاوي سره ليدلي. په دغې کتنه کې عتيق الله عزيزي د هېواد په ځينو ولايتونو کې د هغو تاريخي سيمو او لرغونو آبداتو د بيا رغونې په اړه خپلې اندېښنې له برايډن سره شريکې کړې، چې له ګواښ سره مخ دی. د باختر اژانس د خبر له مخې نوموړي ويلي، چې اوسمهال په هېواد کې د غور جام منار، د کندهار دميرويس نيکه او احمدشاه بابا مزارونه، د هلمند د بست کلا ځينې دېوالونه او دروازې او هم په غزني او باميانو ولايتونو کې ځينې تاريخي ودانۍ او علمي مرکزونه له ګواښ سره مخ دي او د ساتنې او بيا رغونې په برخه کې يې د يونيسکو د بېړنيو مرستو غوښتنه کړې. سرچينې زياته کړې، چې د ليدنې په پای کې برايډن د دغو کارونو ترسره کول اړين بللي او د يادو کارونو د ترسره کولو لپاره يې خپل چمتووالی ښودلی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *