خبرونهنړۍ

يمني ځواکونو يوه برېتانوي بېړۍ په نښه کړې

 هيواد: د يمن د وسله والو ځواکونو وياند “جنرال يحيي سريع” خبر ورکړي، چې ځواکونو يې يوه برېتانوي بېړۍ په نښه کړې ده.نوموړي، د يوې خبر پاڼې په خپرولو سره ويلي، چې ځواکونو يې وړمه شپه سره سمندرګي کې د برېتانوي دښمن په وړاندې بريالي عمليات تر سره کړل.د نوموړي په خبره يادو عملياتو کې يې د برېتانوي اشغالګرو يوه بيړۍ، چې اسرائيلو ته روانه وه، د بالستيک توغنديو په وسيله هدف ګرځولې، چې په پايله کې يې ياده بېړۍ په بشپړه توګه ويجاړه شوې ده. د ويلو وړ ده، چې په روانه اوونۍ کې د يمن د وسله والو ځواکونو له خوا د ويشتل شويو بېړيو شمېر ۲۱ ته رسيدلي دی، يحيي سريع دغه راز يوځل بيا خبرداری ورکړي، چې د دښمن د بېړيو ويشتلو ته به تر هغو دوام ورکړي ترڅو چې د صهيونيستي ترهګر رژيم له خوا پر غزې تړانګې روان وحشت پاي ته نه وي رسېدلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *