افغانستانخبرونه

يمني ځواکونو عدن خليج کې پر امريکايي بيړۍ توغنديز بريد کړي

هيواد: د يمن د وسله والو ځواکونو وياند خبر ورکړي، چې جنګياليو يې په سور سمندرګي کې د امريکا په څو پوځي بيړيو د بې پيلوټه الوتکو حملې وکړې او د عدن په خليج کې يې هم يوه امريکايي بيړۍ په څو توغنديو ويشتلې ده.په ورته وخت کې امريکايي او برېتانوي ځواکونو په ګډه د يمني ځواکونو پر ګڼ شمېر پوځي اهدافو بريدونه کړي او په سيمه کې تاوتريخوالي تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي دي.بايد وويل شي، چې د روان ۲۰۲۳ ميلادي کال د نومبر مياشتې راهيسي د يمن وسله والو ځواکونو له لوري په سره سمندرګي کې د اسراييلو، امريکا او برېتانيا لسګونه بيړۍ ويشتل شوي دي او ګواښ يې کړي، چې که دښمن يې له بريدونو لاس وانخلي، باب المندب تنګي به په بشپړ ډول وتړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *