افغانستانخبرونه

 يزد اير هوايي شرکت د بلخ او تهران ترمنځ الوتنې پيل کړې

د ايران يزد اير هوايي شرکت د بلخ او تهران ترمنځ الوتنې پيل کړي دي. په مزارشريف کې د ايران کونسلګرۍ وړمه ورځ د دغه خبر په خپرولو سره ويلي، چې د هوايي شرکتونو په بيا فعاليت سره به د دواړو هيوادونو د اتباعو د تګ راتګ اسانتياوې برابرې شي. د ايراني رسنيو د راپورونو له مخې؛ ماهان، تبان او کيش اير هوايي شرکتونو هم افغانستان ته  خپلې الوتنې بيا پيل کړي دي. د بلخ اوسېدونکي وايي، خوښ دي چې افغانستان له ګاونډيو هيوادونو او نړۍ سره اړيکې پراخوي او تګ راتګ زياتېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *