
د ترکيې ولسمشر (( رجب طيب اردوغان)) د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ۷۸ مه غونډه کې د افغانستان وضعيت ته په اشارې ويلي چې نړۍ دي افغانستان سره مرستې وکړي او يواځې دي نه پريږدي.ښاغلي اردوغان دا څرګندونې پرون سهشنبه د سپتمبر ۱۹مه د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې کړې دي.هغه زياته کړې چې نيمه پېړۍ د افغانستان خلک له سختو ستونزو سره مخ دي او د ‘سياسي پاليسۍ له توجيه’ پرته د ياد هېواد وګړي جدي بشري مرستو ته اړتيا لري. د ترکيې د ولسمشر په وينا چې که افغانستان سره مرستې و نشي نو له ستر بشري ناورين سره به مخ شي.د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ ۷۸ غونډه پرون سهشنبه د سپتمبر ۱۹مه د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د مشرانو په شتون کې پيل شوه.د ويلو ده چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ دې ۷۸ غونډې ته له افغانستان څخه هېڅ کوم کس نه دي و ور بلل شوي او د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان حکومت وياند “ذبيح الله مجاهد” د افغانستان د استازې له شتون پرته دغه غونډه نېمګړې بللې وه. کابل ټکی کام